د افغانستان په بامیان، دایکندي، نورستان او کنړ ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د سختو ورښتونو او واورو له امله د دغو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي، وئیل کیږي چې په ځينو سیمو کې ئې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د باران او واورو له امله د بامیان او دایکندي ولایتونو د ځینو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د چارواکو په وینا، د قوناق، شاتو، ابګل کرمان، خدیر کوتل او د ګتي او کجران ولسوالیو لارې، د بامیان – یکاولنګ او یکاولنګ نمبر ۱ او پنجاب لارې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
بل خوا د نورستان د فوايد عامې رييس مولوي محمد نبي عادل وايي، چې د اورښت او واورو له امله د کونړ-نورستان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په وينا، د دې لويې لارې د بيا پرانيستلو لپاره هڅې پيل شوې دي.
تر دې مخکې د فواید عامې وزارت چارواکو د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
په دې اړه له ننګرهاره د تهران ریډیو د خبریال لیږل شوی یو غږیز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146418